د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د څلورمې دورې د شيځانګ نندارتون په لاسا ښار کې د سوداګرو او پانګونو د راجلبولو په اړه د قراردادونو د لاسليکولو مراسم تر سره شول. په دغه نندارتون کې د ۱۰۸ پروژو قراردادونه نه لاسليک شوي چې عمومي ارزښت يې ۵۴ مليارډ يوانو ته رسيږي او د سيلانۍ او کولتور په اړوند اوولس پروژې پکې شته چې د پانګونو عمومي اندازه يې ۱۱ مليارډ ۳۰۸ مليونو يوانو ته رسيږي چې په ټولو پروژو کې د عمومي پانګونو شل سلنه برخه يې نيسي.
تر اوسه پورې په شيځانګ کې د کولتوري چارو کلنی ارزښت له څلور مليارډ يوانو څخه اوښتی دی چې د ټولې سيمې د عمومي توليد ارزښت درې سلنې برخه نيسي. د شيځانګ په اوو ښارونو کې د سيلانۍ او کولتور په اړه خپلې ځانګړې نښې شته. په تېر کال کې شيځانګ څه دپاسه ۲۵ مليونه چيني او بهرني سيلانيان منلي چې د سيلانۍ عايدات يې نژدې ۳۸ مليارډ يوانو ته رسيدلی. اوسمهال کولتور او سيلانۍ د شيځانګ د اقتصاد د پرمختيا نوي ټکي ګرځيدلي دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |