CRI Online

د چين او روسيې ترمنځ کرهنيزه همکاري په ژوره توګه پرمختګ کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-10 16:06:39

د چين او روسيې ترمنځ کرهنيز تجارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو يوه نښه ده.په ۲۰۱۷ کال کې دوه اړخيز کرهنيز سوداګريز ارزښت له څلورو مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی و. چين ته د روسيې صادراتي توليدات په عمده ډول خواړه، اوړه، سمندري توليدات او نور دي. روسيې ته د چين صادرات په عمده ډول د سبزيجاتو او مېوو له ډولونو څخه دي. د کرهنيزې پانګونې او د کرهنيزو توکو د توليدولو په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ کچه په پر له پسې توګه لوړه شوې ده.

په دې وروستيو کلونو کې د روسيې حکومت د کرهنيز پرمختګ او د غلودانو د کرلو ساحو د پراختيا لپاره کوښښونه کړي دي.په ۲۰۱۷ کال کې په روسيه کې د غلودانو توليدي اندازه ۱۳۰ مليونو ټنو ته رسېدلې چې دغه شمېر په ۱۹۷۸ کال کې د پخواني شوروي د دورې په پرتله له ۱۲۷ مليونو ټنو له ريکارډ څخه ډېر او لوړ دی. د کورني بازاري غوښتنې د پوره کېدو په وخت کې روسيه د څو کلونو لپاره د غنمو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين څو ځلې وويل چې کرهنه د روسيې د اقتصادي پرمختګ لپاره خوځنده ځواک برابروي.

(اواز ۱)

په ۲۰۰۰ کال کې موږ په پراخه اندازه په وارد شوو خواړه تکيه کوله، خو اوس وضعيت په بنسټيز ډول بدل شوی دی. په تيرو څلورو کلونو کې، موږ اروپايي بازار ته خوراکي توکي صادرکړي او د وارداتو په پرتله صادرات مو زيات کړي دي.

په ۲۰۱۷ کال کې د روسيې د کرهنې صادراتي اندازه شلو مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې د روسيې د دويمې سترې چارې لپاره له پوځي صنعت څخه تېره شوې ده.پوتين په روان کال کې وويل چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به د روسيې د کرهنيزو توليداتو صادراتي اندازه ۴۵ مليارډو امريکايي ډالرو ته ورسېږي.

چين په نړۍ کې تر ټولو لوی کرهنيزو توليداتو واردوونکی هېواد به وګرځي او د ۲۰۱۷ کال له جولای څخه د ۲۰۱۸ کال تر مې پورې له روسيې څخه وارد شوي خواړه او خوراکي توکي له يو مليونو او ۲۰۰ زرو ټنو څخه اوښتي دي چې يو نوي تاريخي ريکارډ جوړ شوی دی.

د روسيې د چيليابينسک د ايالت والي بوريس دوبرووسکي وويل چې د چين او روسيې ترمنځ د خوړو په سوداګرۍ کې د ښه والي لپاره ډېرې خونې شتون لري.

که څه هم د خوړو د سوداګرۍ په ډګر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پټ توان ستر دی ،خو موږ هيله لرو چې د چين شرکتونه به د کرنې توليد او پروسس په برخو کې مستقيمې پانګونې زياتې کړي.

روسيه له ۳ مليون هکټاره د کرنې وړ ځمکه لري، خو اوسمهال يوازې دوه پر درېيمه برخه ځمکه کرکيله کېږي، او د کرنې توليد پټ توان يې ستر دی. چين د پانګونې، ټېکنالوژۍ او بازار په اړه څرګند غوره والی لري. دغه راز چين او روسيه د کرنيزو توليداتو د سوداګريز جوړښت د ښه والي په وخت کې د کرهنې د پانګونې او د کرهنيزو محصولاتو د پروسس کولو په برخو کې هم ګټورې او ژورې همکارۍ ترسره کړې. د هې لونګ جيانګ ولايت په وروستيو کلونو کې له روسيې سره د کرهنيزې همکارۍ چټک پرمختګ ترلاسه کړی. د دې ولايت والي وانګ ون تاو په دې وروستيو ورځو کې وويل

(اواز ۲)

اوس مهال، زموږ ولايت په روسيه کې ۱۸ اقتصادي او تجارتي همکاريزې سيمې جوړې کړي. په ۲۰۱۷ کال کې په روسيه کې له دوه سوه څخه زيات شرکتونه په کرهنيز پرمختګ کې بوخت دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای