د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سپتمبر په لسمه نېټه يعنې د ښوونکي په ورځ، د الي بابا شرکت بنسټ ايښودونکي ما يون د يو خلاص پيغام په خپرولو سره اعلان وکړ، د راتلونکي کال د سپتمبر لسمه نېټه به د الي بابا شرکت د جوړېدو له شلمې کاليزې سره برابره وي، په هغه ورځ به هغه د دې شرکت د رئيس دنده پرېږدي، د دې شرکت اجرائيوي رئيس جانګ يونګ به د ده پر ځای دغه دنده پر غاړه واخلي.
ما يون په ياد پيغام کې ليکلي چې ښاغلي جانګ يون د يوولسو کلونو لپاره په الي بابا شرکت کې کار کړی دی. د دې شرکت د اجراييوي رئيس دندې پر غاړه له اخيستلو راهيسې يې غښتلې سوداګريزې وړتياوې او لارښوونکي توان څرګند کړی دی. د ما يون په اند، جانګ يونګ او د ده په مشري پلاوي ته د الي بابا شرکت د رياست سپارل يوه سمه او پر ځای پرېکړه ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |