د سين هوااژانس د خبر له مخې، د ښوونې دولتي غونډه د سپتمبر د لسمې نيټې په سهار په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په غونډه کې ګډون وکړ او مهمه وينا يې وکړه.
نن د چين د ښوونکو له ۳۴مې کليزې سره برابره ده، شي جين پينګ د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب د دې ورځې په مناسبت د ټول هېواد ښوونکو او د ښوونې مسلک کارکوونکو ته تودې مبارکې او نيکې هيلې وړاندې کړې. هغه وويل چې له اوږدې مودې راهيسي ښوونکي د کمونېست ګوند د ښوونيزو لارو په عملي کولو سره د تدرس ارزښتناک کارونه تر سره کړي او د کوچنيانو او ځوانانو روزنې يې کړې او کوي يې چې په توګه يې د هېواد د پرمختيا او د ملت د سمسورتيا په چارو کې مهم خدمتونه تر سره کړي دي. ښوونکي د انسانانو د تمدنونو اخيستونکي دي او د پوهنې، نشريو د خپرولو او د استعداد لرونکو کسانو د روزنې دندې پر غاړه لري. ټول کمونېست ګوند او ټولنه بايد د ښوونکو احترام وکړي او ښوونې ته په درنه سترګه وګوري، د ښوونکو سياسي، ټولنيز او د ګومارنې مقام لوړ کړي تر څو ښوونکي په ټولنه کې احترام وړ مقام تر لاسه کړي او په ښوونيزو چارو کې لا ستر خدمتونه تر سره کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |