CRI Online

د اقليمي بدلون په اړه د ۲۰۱۸ کال د م م ناسته په بنکاک کې پای ته ورسېدله

cri     (GMT+08:00) 2018-09-10 15:28:26
د اقليمي بدلون په اړه د ۲۰۱۸ کال د م م ناسته په بنکاک کې پای ته ورسېدله

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اقليمي بدلون په اړه د ۲۰۱۸ کال د م م ناسته د سپتمبر په ۹مه نېټه د تايلند په پلازمينه بنکاک کې پای ته ورسېدله. دغې ناستې د اقليمي بدلون په هکله د م م د راتلونکې غونډې لپاره تياری ونيول چې په راتلونکي دسمبر کې پولنډ کې به ترسره شي.

د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه د م م تړون د ۱۷۸ لاسليک کوونکو او ۱۴۰ غيرحکومتي سازمانونو استازو په دغه ناسته کې برخه درلوده. د دې تړون اجرائيوي سکريترې پتريسيا ايسپنوسا وويل، ګډون کوونکو د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه ځينې موافقې تر لاسه کړې، خو توپيرونه لا هم شته. بېلا بېلې خواوې بايد په راتلونکو څو اوونيو کې د خبرو اترو بهير چټک کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای