د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د سمندر د ډېرې پيژندنې او ادارې کولو او په ګډه د ابادۍ اوشريکولو تر عنوان لاندې په سمندري چارو کې د ختيځې اسيا د همکاريزې صحنې د ۲۰۱۸ کال د چينګ داو فورم د سپتمبر له ۶مې نيټې څخه تر ۷مې نيټې پورې په چينګ داو کې تر سره شو.
د طبيعي سرچينو وزارت د کمونېست ګوند د ګروپ غړي او د سمندري چارو د دولتي ادارې مشر وانګ هونګ وويل چې په سمندري چارو کې د ختيځې اسيا همکاريزه صحنه د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې او په سمندري ساحه کې د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت تر منځ د همکارۍ د خلاصولو نمونهپروژه ده چې واقعي پرمختګونه ترې تر لاسه شوي دي. د دغې همکاريزې صحنې د ګډې ابادۍ او د سمندري چارو د پرمختيا لاسته راوړنو شريکولو په هکله وانګ هونګ وويل، لومړی د سمندري رنګ د همکاريزو اړيکو جوړول دي چې په سمندري چارو کې د همکارۍ نوی راتلونکی به خلاص شي، دويم، د دغې صحنې ميکانيزم به بشپړ شي او د همکارۍ نوی شکل به ټينګ شی، درييم دا چې تګ راتګ او همکارۍ به پراخې شي چې په سمندري چارو کې د ختيځې اسيا د همکارۍ نوی شکل به جوړ شي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |