CRI Online

چين غواړي د پاکستان له نوي حکومت سره د ښه ګاونډيتوب د نمونې په توګه دوه اړخيزې اړيکې ټينګې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-10 17:46:08

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د سپتمبر په لسمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې د مختلفو ګوندونو او رژيمونو له ازموينو څخه وتلې او ثابتې دي. د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له پاکستان څخه د ليدنې په ترڅ کې د دغه هېواد د نوي حکومت له مشرانو سره د ډېرو ګډو نظريو په اړه موافقې ته رسېدلی. چين غواړي د پاکستان له نوي حکومت سره د ښه ګاونډيتوب د مثال، د سيمه ييزې سولې او ثبات د بنسټ او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د نمونې په توګه دوه اړخيزې اړيکې ټينګې کړي.

وياند ګنګ شوانګ وويل، د سياست له لحاظه به د چين او پاکستان ترمنځ متقابل ستراتيژيک باور او تګ راتګ لا ژور شي. دواړه هېوادونه به په لا ټينګه توګه يو د بل له مرکزي او مهمو ګټو څخه ملاتړ وکړي او د ګډو علاقې وړ نړيوالو مسئلو په باب به لا نژدې همغږۍ وکړي. د اقتصاد په برخه کې به د عامه ژوند ښه والی د دوه اړخيزو همکاريو مهم ټکی وګرځي. چين به د کرنې، ښوونې، طب او څښاک اوبو په برخو کې له پاکستان سره لا زياتې مرستې وکړي. دواړه هېوادونه به د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ د پراختيا لپاره هڅې وکړي او د پاکستان د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ او د خلکو د اړتياوو سره سم به صنعتي همکارۍ او د عامه ژوند د ښه کېدو پروژې پياوړې کړي. د امنيت په برخه کې به دواړه هېوادونه لا نژدې دفاعي همکارۍ وکړي او د دواړو لوريو د پوځونو او قانوني ارګانونو ترمنځ تګ راتګ به پياوړی کړي. دواړه هېوادونه به د ختيځ ترکستان ترهګريزې ډلې پرضد کلکه او ټينګه مبارزه وکړي. چين به د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره له پاکستان څخه دوامدار ملاتړ وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای