CRI Online

په چين کې د خدمتي سوداګريو پيمانه لوړه شوې او نوی تاريخي ريکارډ يې ټينګ کړی دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-10 17:53:23

د خدمتي سوداګرۍ په اړه د چين د سوداګرۍ وزارت د تازه شمېرنې له مخې، د سږ کال په لومړيو اوو مياشتو کې د چين د خدمتي صادراتو او وارداتو عمومي اندازه ۲۹۷۵ مليارډه او ۴۰۰ مليونو يوانو ته رسېدلې چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله نهه اعشاريه نهه سلنه لوړ شوی او نوی تاريخي ريکارډ يې ټينګ کړی دی. دغه رقم د چين د بهرنيو سوداګريو په عمومي حجم کې پنځلس سلنه نيولی چې په دې جمله کې د صادراتو د زياتوالي انډول څوارلس اعشاريه شپږ سلنه او د وارداتو د زياتوالي انډول اووه اعشاريه اووه سلنه دی. منفي توازن يې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۳۷ مليارډه او سل مليونه يوانه کم شوی دی.

په نړۍ کې د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې د قوي کېدو په وړاندې د چين د خدمتي سوداګريو د زياتوالي انډول څه ناڅه لس سلنې ته رسېدلی او له دې څخه څرګندېږي چې د چين اقتصاد په ثابت او ښه لوري پرمختګ موندلی دی. ډېر مهم ټکی دا دی چې د چين د خدمتي سوداګريو جوړښت ښه او مناسب شوی او په تازه سمسورو خدمتي سوداګريو کې يې د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.

اوسمهال مادي سوداګرۍ د ژور تعديل په حال کې دي او د اقتصاد د ثابت پرمختګ په بهير کې ځينې بدلونونه رامنځته شوي دي، نو د چين د بهرنيو سوداګريو د نوي خوځنده ځواک او د اقتصاد د زياتوالي د نوي قطب په توګه د خدمتي سوداګريو چټک پرمختګ نه يوازې د چين لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره ډېر ارزښت لري.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای