CRI Online

د چين او روسيې ترمنځ ګډ پوځي تمرين رسماً پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-09-11 09:45:55

 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او روسيې ترمنځ "ختيځ ـ 2018 " پوځي تمرين د سپتمبر په ۱۱ مه نېټه د روسيې په زبيکالسکي کرې سيمه کې په رسمي توګه پيل شو.

" ختيځ " پوځي تمرين د روسي ځواکونو له څلورو لويو ستراتېژيکو تمرينونو څخه دی.په روان ګډ پوځي تمرين کې ۳۲۰۰ چيني سرتېري، تر ۱۰۰۰ زيات زيات پوځي تجهيزات او زغروال وسايط او ۳۰ الوتکې او چورلکې ګډون لري .

په دغه پوځي تمرين کې د چيني ډايريکترانو د لارښوونکي په وينا د دغه پوځي تمرين موخه د چين او روسيې ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيکو اړيکو او پوځي همکاريو پياوړتيا ده او د سيمې د سولې او ثبات ساتلو لپاره ګټې لري.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای