CRI Online

د م م سرمنشي له فساد سره د مبارزې غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-11 10:52:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د سپتمبر په لسمه نېټه د فساد او وسله والو کشالو په هکله د امنيت شورا په يوه مباحثوي غونډه کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د فساد پرضد د مبارزې لپاره تدبيرونه ونيسي.

ګوتريس وويل چې فساد ښايي د وسله والو کشالو سبب شي او دا له ډول ډول ناثابتو عواملو او زورزياتي سره تړاو لري.د دې ترڅنګ فساد هم له ترهګرۍ او تندلارۍ سره اړيکې لري.د فساد له لارې تر لاسه شوې شتمنۍ ښايي د زورزياتي په پېښو او ترهګريزو عملونو کې وکارول شي.

هغه زياته کړه چې د م م غړي هېوادونه بايد د فساد پر ضد په مبارزه کې مخکښ مقام ونيسي او په دې برخه کې دې د فساد ضد اورګانونو او د څارنواليو ظرفيتونو لوړولو ته پاملرنه وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای