CRI Online

لي جان شو د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت ته رسمي سفر وکړ او د دغه هېواد د جوړېدو د ۷۰ مې کاليزې په وياړ فعاليت کې يې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-09-11 11:35:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند او د دغه هېواد د حکومت په بلنه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر لي جان شو د سپتمبر له اتمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې د عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د ځانګړي استازي په توګه د چين د ګوندونو د پلاوي په مشرۍ له ديموکراتيکې کوريا څخه رسمي ليدنه وکړه او د دغه هېواد د جوړېدو د ۷۰ مې کاليزې په وړيا فعاليت کې يې ګډون وکړ.

د اتمې نېټې په ماسپښين لي جان شو د ديموکراتيکې کوريا د لوړپوړي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې له مشر او د دغه هېواد کارګرو ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو له دايمي غړي کيم يونګ نام سره وکتل. لي جان شو په دغه کتنه کې وويل، د چين او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ لرغونې دوستي د دواړو خواوو ګډه شتمني ده. موږ غواړو له ديموکراتيکې کوريا سره په ګډه د دواړو ګوندونو او دواړو هېوادونو د مشرانو ګډه موافقه عملي کړو ، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته پرمختګ ورکړو، خلکو ته ګټې ورسوو او د سيمه ييزې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره زيات خدمتونه ترسره کړي.

کيم يونګ نام وويل، موږ غواړو د چين له تجربو زده کړه وکړو، له چين سره په ګډه د دواړو ګوندونو او دواړو هېوادونو د مشرانو ګډه موافقه عملي کړو او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لاپياوړې کړو.

په نهمه نېټه لي جان شو د ياد هېواد د جوړېدو د ۷۰ مې کاليزې په وړيا فعاليت کې برخه واخيسته.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای