CRI Online

فلسطين امريکا وغندله چې په واشنګټن کې يې د فلسطين د ازادۍ سازمان دفتر د تړلو پرېکړه کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-09-11 11:44:53
فلسطين امريکا وغندله چې په واشنګټن کې يې د فلسطين د ازادۍ سازمان دفتر د تړلو پرېکړه کړې ده

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، امريکا څو ورځې مخکې دا پرېکړه کړې وه چې په واشنګټن کې د فلسطين د ازادۍ سازمان دفتر وتړي. په دې اړه د فلسطين بېلا بېلو خواوو د سپتمبر په ۱۰مه نېټه په جلا جلا توګه امريکا وغندله او و يې ويل، د امريکا دغه عمل د اسرائيلو د جنګي جرمونو ساتنه ده. فلسطين به له نړيوالې جنايي محکمې څخه غوښتنه وکړه چې د اسرائيلو د جرمونو په اړه پلټنه چټکه کړي.

د فلسطين د ازادۍ سازمان دولتي کمېټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د امريکا دغه کړنه له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده، فلسطينيان به د ختيځ بيت المقدس په پلازمينه د فلسطين هېواد د جوړېدو او د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره له خپلو هڅو او کوښښونو څخه لاس وانه خلي. د فلسطين حکومت او فتح ډلې هم په جلا جلا توګه د اعلاميو په خپرولو سره د امريکا دغه پرېکړه وغندله. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای