CRI Online

شي جين پينګ د ختيځ د څلورمې دورې په اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره د روسيې ولاديفوستوک ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2018-09-11 14:39:08

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د يوولسمې نېټې په ماسپښين د روسيې ولاديفوستوک ته ورسيد او هلته به د روسيې د ولسمشر ولاديمير په بلنه د ختيځ د څلورمې دورې په اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

پر ځايي وخت د همدې ورځې د ماسپښين په دوه نيمو بجو د شي جين پينګ ځانګړې الوتکه د ولاديفوستوک نړيوال هوايي ميدان ته ورسيده. د روسيې لوړپوړو چارواکو په هوايي ميدان کې د شي جين پينګ رسيدو ته انتظار کوو او د نوموړي هرکلی يې وکړ.

د ختيځ د روانې دورې اقتصادي فورم د سپتمبر له يوولسمې تر ۱۳ مې نېټې پورې ترسره کيږي او اصلي موضوع يې دا ده چې " لېرې ختيځ : زيات فرصتونه" . شي جين پينګ به د دغه سفر په موده کې له پوتين سره ملاقات وکړي او ورسره به په ګډه د چين او روسيې ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزو، کلتوري او ځايي فعاليتونو کې ګډون وکړي او په ياد فورم کې د اړوندو هېوادونو له ګډون کوونکو مشرانو سره به وګوري.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای