CRI Online

چين : د چين او پاکستان د اړيکو پرمختګ له درېيمې خوا سره د مقابلې معنا نه لري

cri     (GMT+08:00) 2018-09-11 14:41:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ګنګ شوانګ د سپتمبر په لسمه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د چين او پاکستان ترمنځ د اړيکو پرمختګ له درېيمې خوا سره د مقابلې معنا نه لري او له نورو هېوادونو سره د خپلو اړيکو د پرمختګ له امله به بدلې نه شي.

ګونګ شوانګ وويل، پاکستان ته د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د تازه رسمي سفر عمده موخه دا ده چې د پاکستان له نوي حکومت سره په ګډه په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لپاره نوی ښه پيل ومومي. د دغو اړيکو پرمختګ د درېيمې خوا په مقابل کې نه دی او له نورو هېوادونو سره د خپلو اړيکو د پرمختګ له امله به هم بدلې نه شي.

ګنګ شوانګ وويل، وانګ يي د دغه سفر پر مهال د پاکستان له ولسمشر عارفعلوي، صدراعظم عمران خان ،د پارلمان رئيس اسد قيصر او پوځي چارواکو سره وکتل او د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره يې خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو موافقه کړې چې خپلمنځي سياسي اعتماد به لاټينګ کړي، اقتصادي همکارۍ به پياوړې کړي،د پاکستان د اقتصادي او ټولنيزې ودې او د خلکو له اړتياوو سره سم به د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د پرمختګ او همکارۍ پر لوري سلامشوره وکړي او ويې ټاکي او دفاعي او امنيتي همکارۍ به تقويه کړي .(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای