CRI Online

د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې په چين کې د رېل پټليو په جوړولو کې ۴۶۱ مليارد ۲۰۰ مليونه ژن مين بي يوانه پانګونه شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-09-11 14:43:35

د سپتمبر په ۱۱ مه نېټه د چين د رېل پټليو عمومي شرکت شمېره ښيي، د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې په ټول هېواد کې د د رېل پټليو په جوړولو کې ۴۶۱ مليارد ۲۰۰ مليونه ژن مين بي يوانه پانګونه شوې او ۹۶۰ کيلومتره رېل پټلۍ پرانيستل شوې چې پکې ۹۵٪ يې ګړندي رېل پټلۍ دي.

د ياد شرکت يو مسئول وايي، تر اوسه ۲۳ نوې پروژې منظورې شوې چې روان کال کې به يې د جوړولو کارونه پيل شي او ۴۰۳ مليارد ۳۰۰ مليونه يوانه پانګونه به پکې وشي. د ۹۶۰ کيلومترو په نويو پرانيستل شويو رېل پټليو کې ۹۱۱ کيلومتره ګړندي رېل پټلۍ شاملې دي. د سږکال له جنورۍ څخه تر اګست پورې د رېل پټليو په جوړولو کې ۴۶۱ مليارد ۲۰۰ مليونه ژن مين بي يوانه پانګونه شوې چې دغه شمېر د سږني پلان ۶۳ ٪ جوړوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای