د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ختيځ د څلورمې دورې درې ورځنی اقتصادي فورم د سپتمبر په ۱۱ مه نېټه د روسيې په ولاديفوستوک کې د لېرې ختيځ په فدرالي پوهنتون کې پرانيستل شو. روان فورم به پر سيمه ييزې اقتصادي ودې او همکارۍ تمرکز وکړي او پيمانه به يې تر پخوانيو دورو پراخه شي.
د دغه فورم انتظامي کمېټه وايي د روان فورم اصلي موضوع دا ده "لېرې ختيځ : زيات فرصتونه" او په فورم کې د څه باندې ۶۰ هېوادونو څو زره استازي ګډون کوي. د روسيې، چين ، هند، د کوريا جمهوريت، جاپان او جنوب ختيځې اسيا، منځني ختيځ او يو شمېر اروپايي هېوادونو اقتصادي او سوداګريز پلاوي به د فورم پرمهال د سوداګريزو چارو په اړه بحثونه وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |