CRI Online

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي ستېشن د پيوستون او نوښت په برخو کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-11 16:40:06
د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي ستېشن د پيوستون او نوښت په برخو کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي

د روان کال په مارچ مياشت کې د چين د ګوندي او دولتي ارګانونو د اصلاحاتو د ژورتيا لايحې له مخې، د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي ستېشن جوړ شو او د اپريل په ۱۹مه نېټه د يادګاري لوحې د پرانيستلو مراسم يې تر سره شول. دغه ستېشن چې د چين مرکزي ټلويزيون، د چين ملي راډيو او د چين نړيوالې راډيو څخه جوړ شوی دی او د دريو ارګانونو د سرچينو د کارولو ډګر دی. تر څو مياشتني پيوستون او نوښتي پرمختګ وروسته د خپرونو د وړاندې کولو، اغېزو او د باور په برخو کې د دغه ستېشن توان اوس په هراړخيزه توګه لوړ شوی دی، د رسنيو د شبکې ګډ پرمختګ پياوړی تمايل لري او د ټلويزيوني او انټرنيټي پروګرامونو د خپرولو اغېزه يې تل د لوړېدو په حال کې ده.

د رسنيو شبکې د نشراتو نوې زمانه پيل شوې ده

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي ستېشن له جوړېدو وروسته په قوي توګه يې پيوستون عمل غوره کړی: د يادو درېيو ادارو د کوربتوب او د پوښښ چارو د لومړي ځل لپاره د بو او اسيايي فورم ژوندۍ خپرونې وړاندې کړلې، په تېره جون مياشت کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په چينګداو سرمشريزه غونډه کې، مرکزي ټلويزيون خبري چينل دوستان چينګ داو ته د راتلو تر عنوان لاندې ځانګړې خپرونه طرحه کړې وه چې د لومړي ځل لپاره له ملي راډيو او نړيوالې راډيو سره د مختلفو ډګرونو له لارې ژوندۍ خپرونې يې وړاندې کړلې.

پر دې سربيره، د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي ستېشن د رسنيو د پيوستون په برخه کې خپله پرمختيا چټکه کړې ده. د اپريل په ۲۲مه نېټه دغه ستېشن د چين د مالوماتي تکنالوژۍ د پرمختګ په اړه په لومړۍ سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او د نويو انټرنيټي او ډيجيټل تکنالوژۍ په وسيله يې د نويو رسنيو ډګرونو او د رسنيو شبکې مرکز د جوړولو په برخه کې تازه ازموينه او د پرمختګ برياليتوبونه يې د رسنيو ټولنې ته ښودلي او وړاندې کړي دي.

په تېره اپريل مياشت کې د چين د ټلويزيون نړيوال عمومي شرکت چې په ياد ستېشن پورې اړه لري، له الي بابا شرکت سره د تکنالوژۍ همکارۍ تړون لاسليک کړ او دواړو خواوو د انټرنيټي ډګر، مهمو مالوماتو، ګرځنده مراجعو او د مالوماتي ډګر د جوړولو په برخو کې همکارۍ پيل کړی. په عين وخت کې دغه ستېشن د يادو درېيو ادارو خيريه چارې تنظيمې کړې او خيريه اغېزه يې ډېره زياته شوې ده.

د ټلويزيون وړتيا څرګنده ده او د وېبپاڼو خپرولو توان لوړ دی

د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د مرکزي ټلويزيون د پروګرامونو د کتلو اندازه درې دېرش سلنې ته رسېدلې چې دغه شمېره د تېر کال د همدې مودې په نسبت صفر اعشاريه شپږ سلنه زياته شوې او د ټولو ټلويزيونونو په منځ کې څرګنده وړتيا لري. بله خوا، د ۲۰۱۸ کال په دوهم موسم کې د لسو مرکزي رسنيو او ۳۸ ټلويزيونونو د وېبپاڼو د خپرولو توان د سيالۍ په لېست کې، د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي ستېشن په اړه ټولو ډګرونو مخکني مقامونه ونيول. په لسو مرکزي رسنيو کې، مرکزي ټلويزيون لومړی مقام ونيوه او د چين نړيوالې راډيو، د چين ملي راډيو په جلا جلا توګه شپږم او اتم مقام ونيوه.

سږ کال د مرکزي ټلويزيون په وېبپاڼه کې د سياسي چارو په اړه يو لړ کوچنۍ لنډې ويډيوګانې خپرې شوې چې ډېرې د پاملرنې وړ شوې دي، تر اوسه ۳۵ کورچنيو ويډيوګانو په ټولو ويبپاڼو کې د کتلو اندازه ۲.۳ مليارډو ته رسېدلې چې په منځنۍ توګه هرې کوچنۍ ويډيو د کتلو اندازه ۶۵ مليونو ته رسېدلې ده.

د دولت په کچه د رسنيو ډګر په توګه، د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي ستېشن له جوړېدو راهيسې د رسنيو د پيوستون او ګډ پرمختګ لپاره فعال کوښښونه کړي او د خوښۍ وړ پايلې يې تر لاسه کړې دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای