CRI Online

د چين د اصلاحاتو ،ورخلاصون او د بشري چارو پرمختګ په اړه نندارتون په ژنيو کې د م م په مقر کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-09-11 15:44:12

د سپتمبر په لسمه نېټه د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر او په ژنيو کې د م م پلاوي په کوربتوب د چين د اصلاحاتو، ورخلاصون او بشري چارو پرمختګ په اړه نندارتون په دې ښار کې پيل شوی او پکې شاوخوا ۹۰ عکسونه نندارې ته اېښودل شوي او د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين له خوا د تر لاسه شويو لاسته راوړنو په اړه ځيني ويډيوګانې هم خپرې شوې دي.

په ژنيو کې د چين د دايمي دفتر او په سويس کې په نورو نړيوالو سازمانونو کې چيني استازي يوو جيان هوا په خپله وينا کې وويل چې له څلوېښتو کلونو راهيسې د چين خلکو د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د بشري حقونو د ساتلو او پرمخبيولو په برخه کې ګڼ شمېر کارونه تر سره کړی او په ډېرو برخو کې يې پرمختګونه موندلي دي د مثال په توګه د خلکو د ژوند سويې لوړوالی، د بې وزلۍ له منځه وړل،د قومي او قانوني ابادۍ پرمخبيول، د بشري حقونو د عدلي ساتنې پياوړتيا او د ښځو او ماشومانو حقونو ساتنه او داسې نور. دغه پرمختګونه د نړيوالې ټولنې له خوا ستايل شويدي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای