CRI Online

امريکا د ټرمپ او کيم جونګ اون ترمنځ د بيا کتنې لپاره په مشورو بوخته ده

cri     (GMT+08:00) 2018-09-11 16:02:29
امريکا د ټرمپ او کيم جونګ اون ترمنځ د بيا کتنې لپاره په مشورو بوخته ده

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سپينې ماڼۍ وياندې سراح سانديرس د سپتمبر په ۱۰مه نېټه وويل، امريکا د دې هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشر کيم جونګ اون ترمنځ د بيا کتنې لپاره په همغږۍ بوخته ده.

نوموړې په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، ولسمشر ټرمپ د کيم جونګ اون پيغام تر لاسه کړ چې محتويات يې ډېر فعال او په زړه پورې دي. په دې پيغام کې دا وړاندې شوې چې د دواړو مشرانو ترمنځ د يو ځل بيا کتنه ترتيب شي. سپينه ماڼۍ په دې هکله خلاصه رويه غوره کړې او د دې لپاره په مشورو بوخته ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای