د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او افريقا د رسنيو د استازو مباحثوي غونډه د سپتمبر په ۱۰مه نېټه په بېجينګ کې ترسره شوه او عنوان يې و د چين او افريقا د برخليک د ګډې ټولنې د جوړېدو په بهير کې د رسنيو رول. د ۲۹ افريقايي هېوادونو د رسنيو نږدې ۵۰ استازو او د چيني رسنيو لسګونو استازو په دغه غونډه کې برخه درلوده. دوی د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم د بېجينګ په سرمشريزه غونډه کې د تر لاسه شويو برياليتوبونو په اړه بحث وکړ او د دواړو خواوو د رسنيو ترمنځ د همکارۍ په هکله يې خبرې اترې وکړې.
د بروندي د لي رينويو ورځپاڼې خبريال مبونيهانکوي په دغه غونډه کې وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اته عمل پلان وړاندې کړ چې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ په اړه د افريقايانو له هيلو سره سمون خوري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |