CRI Online

تبصره: په ختيځ لوري د روسيې د پرمختګ پروسه به درې لاسته راوړنې تر لاسه کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-11 16:37:11

د ختيځ څلورم اقتصادي فورم به د سپتمبر له يوولسمې نېټې څخه تر ديارلسمې نېټې پورې د روسيې د ليرې ختيځ د ولاديوستوک په ښار کې تر سره شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شمول د شمال ختيځې اسيا د ګڼ شمېر هېوادونو مشران او د څه باندې شپيتو هېوادونو هئيتونه پکې برخه لري چې پيمانه او درجه يې په تاريخ کې ساری نه لري.

دغه فورم په ۲۰۱۵م کال کې د روسيې د ولسمشر ولاډيمير پوټين د وړانديز له مخې شروع شوی. په هغه وخت کې روسيې له امريکا او اروپا سره د اړيکو د ترينګلتيا په حال کې په ختيځ لوري د پرمختګ تګلاره طرحه کړې وه. د لويديځو خواوو په نظر دغه تګلاره تر بنديز لګولو لاندې پر خپل ځان د فشارونو د کمولو په هکله د روسيې لنډ مهالي پاليسې ده. ځينو خبري رسنيو شک درلود چې په ختيځ لوري د روسيې پرمختګ به ښه راتلونکی ولري او که نه؟ خو په تېرو څو کلونو کې په ختيځ لوري د روسيې د پرمختګ ګامونه چټک شوي او د دايمي ملي تګلارې په توګه د دغې تګلارې ځانګړتيا هم رامنځته شوې ده.

په ختيځ لوري د پرمختګ په تګلاره کې روسيې له چين سره د همکاريو له لارې سترې ګټې تر لاسه کړې او کوي يې. د ۲۰۱۵م کال راهيسې، چين د روسيې د لومړي لوی همکار په توګه هر کال په دغه فورم کې د ګډون لپاره لويه پيمانه لرونکی او لوړ پوړی پلاوی استوي. سږ کال د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه فورم کې ګډون کوي او دا لومړی ځل دی چې د چين د دولت رئيس په دغه فورم کې حاضرېږي. له دې څخه له ليرې ختيځ سره د همکاريو په اړه د چين ښه نيت څرګندېږي.

په شمال ختيځې اسيا کې غني منابع، بشپړ بازار او غټ پټ قوت شته. پر رئيس شي جين پينګ سر بيره، د مغولستان ولسمشر خالتما باتولګا، د جاپان صدراعظم شينزو ابې او د کوريا جمهوريت صدراعظم لي ناک يون په شمول د شمال ختيځې اسيا د ځينو هېوادونو مشران هم په دغه فورم کې ګډون لري. له دې څخه ښکارېږي چې په دې سيمه کې پراته هېوادونه غواړي خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. اوسمهال په شمال ختيځې اسيا کې د دوه اړخيزو او څواړخيزو همکاريو په اړه څو چوکاټونه د رامنځته کېدو په حال کې دي. د مثال په توګه، د چين، روسيې او مغولستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ پروسې ابتدايې برياليتوب تر لاسه شوی، د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون په اړه خبرې اترې روانې دي او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت او د کوريا جمهوريت ترمنځ اقتصادي همکارۍ ښايې ژر شروع شي. په عين وخت کې په دې سيمه کې پراته هېوادونه هم د يو کمربند او يوې لارې په اړه مثبتې رويې څرګندوي او په دې مناسبت به په دغه فورم کې د رئيس شي جين پينګ او يادو مشرانو ګډون سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي او په دې سيمه کې به د يو کمربند او يوې لارې د عملي کولو لپاره ښه زمينه برابره کړي. دا د روسيې د ليرې ختيځ د سمسورتيا لپاره هم ګټوره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای