CRI Online

کيم جونګ اون بيا له لي جان شو سره وکتل او د چين د ګوندي او سياسي ډلې د هرکلي مراسم يې تر سره کړل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-11 17:46:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر په لسمه نېټه د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د کميټې مشر او د دولتي شورا مشر کيم جونګ اون يو ځل بيا د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ له ځانګړي استازي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميټې غړي او د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر لي جان شو سره وکتل او د ده په مشرۍ د چين د ګوندي او سياسي ډلې لپاره يې ځانګړې فرهنګي نندارې او د هرکلي مېلمستيا جوړه کړه.

لي جان شو وويل، چې د ديموکراتيکې کوريا د ګوند او خلکو تود هرکلی او صميميت او د چين او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ د دوستۍ فضا مې احساس کړه. ملګري مشر کيم جونګ اون په بوخته موده کې دوه ځلې له موږ سره کتنې کړې او زموږ لپاره يې ځانګړې نندارې او مېلمستيا تر سره کړې. له دغو ټولو څخه مو له عمومي منشي شي جين پينګ، د چين د ګوند، حکومت او خلکو سره د ملګري مشر، د ديموکراتيکې کوريا د ګوند، حکومت او خلکو صادقانه دوستي احساس کړه. د عمومي منشي شي جين پينګ او ملګري مشر کيم جونګ اون تر هڅو لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي نوې مرحلې ته داخل شوې ده. موږ هيله لرو چې له ديموکراتيکې کوريا سره د دواړو ګوندونو او هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې عملي کړي او د حکومتوالي په اړه د تجربو تبادلې او د بېلا بېلو برخو کې تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي، او د دواړو هېوادونو سوسياليستي چارو ته پرمختګونه ورکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای