CRI Online

شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولاډيمير پوټين سره خبرې اترې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-11 20:36:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په ولاديوستوک کې د روسيې له ولسمشر ولاډيمير پوټين سره خبرې اترې وکړې. دواړه مشران په دې نظر دي چې د سږ کال له پيل راهيسې، د چين او روسيې ترمنځ اړيکې د مثبت پرمختګ په حال کې دي او نوې زمانې ته ننوتلې دي. دواړو مشرانو هوکړه وکړه، چې که هر څومره نړيوال حالات بدل شي، چين او روسيه به د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو او د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

شي جين پينګ په دغو خبرو اترو کې وويل، د سږ کال له پيل راهيسې مې له ښاغلي ولسمشر سره په بېجينګ او جوهانيسبورګ کې مؤثرې کتنې وکړې. د چين او روسيې ترمنځ له نژدي لوړ پوړي تګ راتګ څخه د دوه اړخيزو اړيکو ځانګړتيا او لوړه سويه څرګندېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې يو د بل په ډيپلوماتيکو پروسو کې امتياز لري. د دواړو هېوادونو د ګډو کوښښونو په رڼا کې په دوه اړخيزو اړيکو کې سياسي غوره والی همکاريزو پايلو ته ګرځېدلی دی. دواړه هېوادونه يو له بل څخه ملاتړ کوي چې د خپل هېواد د حالاتو سره سم پرمختيايي لار غوره کوي او د خپل هېواد د امنيت او پرمختګ د حقوقو د ساتلو لپاره هڅې کوي چې دا د لويو او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو يوه نمونه ده. دواړه هېوادونه بايد د دوديزو دوستيو په ټينګښت سره په هره ساحه کې همکارۍ پياوړې کړي، تر څو د دواړو هېوادونو خلک ورڅخه ګټه واخلي.

پوټين د ختيځ په اقتصادي فورم کې د رئيس شي جين پينګ د ګډون هر کلی وکړ او ورڅخه يې مننه څرګنده کړه. هغه وويل، زه له رئيس شي جين پينګ سره نژدې اړيکې لرم او له دې څخه د روسيې او چين ترمنځ د اړيکو لوړه سويه څرګندېږي. په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو چټک پرمختګ موندلی دی، متقابل باور ورځ په ورځ ژور شوی او د سياست، اقتصاد او امنيت په برخو کې د همکاريو ښې پايلې تر لاسه شوې دي. دواړه هېوادونه بايد د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې او د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د پانګونې، انرژۍ، هوايې چارو، ماليې، برېښنايي سوداګرۍ په برخو کې لا نژدې همکارۍ وکړي، تر څو کلتوري تبادلې او ځايي همکارۍ پياوړې شي. روسيه او چين د اوسنيو نړيوالو حالاتو په اړه ډېرو ګډو نظريو ته رسېدلي، نو دواړه هېوادونه بايد په نړيوالو چارو کې لا نژدې همغږۍ وکړي، بايد په ټينګار سره له يواړخيزې غوښتنې سره مخالفت وکړي، بايد عادلانه او معقول نړيوال نظام وساتي او بايد ګډ پرمختګ او سمسورتيا ومومي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای