د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای ينګ د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په يوه غونډه کې وويل، که موږ غواړو له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکوالي بهير له ذروي وسلو څخه د لاس اخيستلو پړاو ته ورسېږي، نو د ديموکراتيک ولسي جمهوريت او امريکا مشران بايد زړه وره پرېکړه او دايمي پلان وکړي.
مون جای ين وويل، اوس ديموکراتيکې کوريا يو لړ تدبيرونه نيولي او ژمنه يې هم کړې ده چې د ذروي توغندي ازموينه به ترسره نه کړي. برسيره پر دې، ديموکراتيکې کوريا د ذروي ازموينې او د توغندي د ماشين د ازموينې له مرکزونو څخه لاس اخيستلی او د امريکايي سرتيريو جسدونه يې امريکا ته ورکړي دي. بله خوا د کوريا جمهوريت او امريکا هم د لويې پيمانې ګډ پوځي تمرين ځنډولی دی. ديموکراتيکه کوريا او امريکا بايد خپلمنځي ناباوري له منځه يوسي او په نږدې وخت کې دې صادقانه خبرې اترې پيل کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |