د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د امنيتي چارو په اړه د ولسمشر سکريتر جون بولتون د سپتمبر په ۱۰مه نېټه وويل که نړيواله جنايي محکمه په افغانستان کې د امريکا د جنګي جرمونو په هکله پلټنه پيل کړي، دغه هېواد به د دې محکمې پر قاضيانو او څارنوالو بنديز ولګوي.
د نړيوالې جنايي محکمې د څارنوالو دفتر د ۲۰۱۶ کال په نومبر مياشت کې د راپور په خپرولو سره وويل چې د طالبانو او د افغانستان د حکومتي پوځ نه پر ته په دغه هېواد کې د امريکا د پوځونو او سي ای اې په زور د اقرارونو اخيستلو، د ځورولو او شکنجو په شمول جنګي جرمونه تر سره کړي دي. د تېر کال د نومبر په ۳مه نېټه څارنوال فاتو بينسودا د افغانستان په وسله والو نښتو کې د احتمالي جنګي جرمونو په هکله د پلټنې غوښتنه وړاندې کړې وه.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |