CRI Online

شي جين پينګ او ولاديمير پوتين په ګډه د چين او روسيې د ځايي مشرانو تر منځ په خبرو اترو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-09-12 11:00:26

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په ولاديوستوک کې د چين او روسيې د ځايي مشرانو تر منځ په خبرو اترو کې ګډون وکړ او د دغو خبرو اترو او د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ځايونو تر منځ د همکارۍ په هکله د حالت له اوريدلو وروسته يې په جلا جلا توګه ويناوې وکړې.

شي جين پينګ وويل چې چين او روسيه يو د بل تر ټولو لوی ګاونډي هېواد او مهم هراړخيز ستراتيژيکي همکاريز ملګری دی او پراخې ګډې ګټې لري. ځايي همکارۍ د چين او روسيې تر منځ په اړيکو کې مهم رول لوبوي. شي جين پينګ د دواړو هېوادونو د ځايي همکارۍ په اړوند څلور وړانديزونه کړي دي: لومړی، د ځايي حکومتونو رول بايد ولوبول شي، دويم، د همکارۍ لارې دې نوښتګرې شي او د همکارۍ ځايونه دې پراخ شي، درېيم، يو له بل سره دې مرسته وکړي، څلورم، د دواړو هېوادونو تر منځ کلتوري تګ راتګ دې ټينګ او زيات شي. شي جين پينګ وويل چې د روان کال په پيل کې ما او ولسمشر پوتين پريکړه کړې چې له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د چين او روسيې تر منځ د ځايي همکارۍ او تګ راتګ کال ونومول شي او هيله يې څرګنده کړه چې د چين او روسيې د بېلا بېلو ولايتونو او ايالاتونو استازي د دې کال په وخت کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ځايي همکارۍ نوې زمانه خلاصه کړي او ذات البيني اړيکو ته دې قوت ورکړي.

پوتين وويل چې ځايي همکارۍ د روسيې او چين تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو دوستانه اړيکو يوه مهمه برخه ده. په نوی حالت کې دواړه هېوادونه بايد د روسيې او چين تر منځ د ځايي همکارۍ او تګ راتګ د کال په وخت کې يو له بل سره د تګ راتګ سويه لوړه کړي، د سوداګرۍ او پانګونو د ازادۍ او اسانتياوو رامنځته کيدو هڅونه دې وکړي، د خلکو تر منځ دوستۍ دې ټينګې کړي او ځايي همکارۍ دې پياوړې کړي چې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای