CRI Online

د چين د بشري حقوقو د څيړنې ټولنې کارپوه په ژنيو کې د بشري حقوقو د پرمختيا په بهير کې د چين د لاسته راوړنو په هکله حاضرينو ته مالومات ورکړل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-12 11:03:30

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د م م د بشري حقوقو د شورا د ۳۹مې غونډې په موده کې د چين د بشري حقوقو د څيړنې ټولنې د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په ژنيو کې د م م په عمومي مقر کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون او د بشري حقوقو د پرمختګ په هکله يوه غونډه تر سره کړه چې په کې يې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د څلويښتو کلونو راهيسي د بشري حقوقو د پرمختيا په بهير کې د چين د لاسته راوړنو په هکله حاضرينو ته مالومات ورکړل.

په غونډه کې د بشري حقوقو د څيړنې ټولنې پنځو کارپوهانو د واقعيتونو او مشخصو شميرو له مخې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، د بي وزلۍ کموالي او د چاپيريال د ساتنې په برخو کې د چين د لاسته راوړنو او تجربو په هکله حاضرينو مالومات ورکړل.

په همدې ورځ د يادې غونډې په عادي بحث کې د چين د بشري حقوقو د څيړنې ټولنې استازي ګوی شياو وې په خپله وينا کې د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکه سيمه کې د خپل ژوند له مخې د ترهګرۍ، تندلارۍ او جلا غوښتونکو د مخنيوي او د ټولنيز ثبات د ساتلو او د سيلانۍ چارو د پرمختګ په هکله د ريښتني حالت په هکله مالومات ورکړل چې په غونډه کې د ګډون کوونکو د پراخې پاملرنې سبب شول.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای