د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين او اسيان تر منځ ۱۵م نندارتون او د دواړو خواوو د سوداګرو او پانګونو سرمشريزه غونډه به د سپتمبر له ۱۲مې نيټې څخه تر ۱۵مې نيټې پورې د ګوانګ شي د جوانګ قوم د کورواکې سيمې په نان نينګ ښار کې تر سره شي. د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياند ګاو فنګ وويل چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د اسيان د لسو هېوادونو په شمول د ۲۹ هېوادونو څه دپاسه ۲زره۷سوه تصدۍ به په دې نندارتون کې ګډون وکړي او نوښت او همکارۍ به د نندارتون تر ټولو مهم ټکی وي.
ګاو فنګ وويل چې د نندارتون د جوړيدو له ۱۴کلونو راهيسې د سوداګرۍ او پانګونو په برخو کې د همکارۍ له لارې د پولي چارو، ګمرکاتو، ساينس او تخنيکونو او کولتور په شمول زياتو ساحو کې همکارۍ پراخې شوې دي چې د دواړو خواوو تصديو او خلکو ته يې واقعي ګټې رسولې او رسوي يې.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |