د سين هوااژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين استازي ما جاو شوی د سپتمبر په ۱۰مه نېټه د فساد او ترينګلو مسئلو په هکله د امنيت شورا په پرانيستې غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په ټينګه سره له فساد سره مبارزه وکړي.
ما جاو شوی وويل چې فساد د انسانانو او ټولنې ګډ دښمن دي. تر زياتې اندازې پورې د هر ډول فاسدو او رشوت ځوړونکو کړو وړو کموالی او د فساد په وسيله د تر لاسه شويو او لوټول شويو پانګو د بير ته ورکولو اندازې پياوړتيا د م م د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختيا د اجنډا هدفونه دي. نړيواله ټولنه بايد له فساد سره په مبارزه کې همکارۍ پياوړې کړي چې فساد ګرو او مجرمينو ته د ژغورنې هيڅ فرصتون پاتې نه شي. روان کال د فساد ضد د مبارزو په اړه د م م د منشور د منظوريدو ۱۵مه کليزه ده. چين د دې منشور لاسليکوونکی هېواد دی او غواړي چې د بېلا بېلو هېوادونو له حکومتونو او اړوندو نړيوالو سازمانونو سره يو ځای د فساد ضد په نړيواله همکارۍ کې اغېزمن خدمتونه تر سره کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |