CRI Online

چين د سوداګرۍ له نړيوال سازمان څخه غوښتنه وکړه چې د امريکا په وړاندې د چين سوداګريز متقابل اقدامات منظور کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-12 11:48:29
چين د سوداګرۍ له نړيوال سازمان څخه غوښتنه وکړه چې د امريکا په وړاندې د چين سوداګريز متقابل اقدامات منظور کړي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سوداګرۍ نړيوال سازمان د سپتمبر په ۱۱مه نېټه يوه اجنډا خپره کړه چې له مخې به يې د دې سازمان په اړه د جنجال حلولو ميکانيزم به د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه يوه ځانګړې غونډه ترسره کړي او ګډون کوونکي به په ټيټه بيه د اجناسو پلورنې ضد د امريکا د تدبيرونو په اړه د چين د دعوا قضيې په هکله بحث وکړي.

د سپتمبر په ۹مه نېټه چين د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته د امريکا په وړاندې د سوداګريزو متقابلو اقداماتو د اخيستلو غوښتنه وړاندې کړه. د چين لخوا په وړاندې شوي سند کې ليکل شوي چې اټکل کېږي هر کال د اوو مليارډو ډالرو په ارزښت چيني مالونه د امريکا د يادو تدبيرونو تر اغېزې لاندې شوي، چين غوښتنه کوي چې د برابر ارزښت امريکايي مالونو په وړاندې متقابل تدبيرونه ونيسي او دغه شمېره به هر کال د تازه شمېرنې له مخې بدله شي.

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين پلاوي وويل، له دې څخه مخکې دغه سازمان حکم کړی و چې په دې قضيه کې د امريکا کړه وړه له نړيوالو مقرراتو څخه سرغړونه ده. چين پر امريکا غږ وکړ چې د سوداګرۍ د نړيوالو مقرراتو او د دې سازمان د حکمونو درناوی وکړي او خپلې تېروتنې دې سمې کړي او خپلې نړيوالې دندې دې په ښه توګه ترسره کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای