CRI Online

شي جين پينګ د مغولستان له ولسمشر خالتما بوتولګا سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-12 14:38:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۲ مه نېټه په ولاديوستوک کې د مغولستان له ولسمشر خالتما بوتولګا سره وکتل.

شي جين پينګ په دغه کتنه کې دې ته اشاره وکړه چې چين تل له مغولستان سره خپلو اړيکو ته په درنه سترګه کتلي او ګوري او له مغولستان سره به په ګډه د خپلمنځي همکارۍ او هراړخيزو ستراتېژيکو اړيکو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي. چين د مغولستان د خپلواکۍ، حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او پرمختيايي لارې درناوی کوي. دواړه خواوې دې "يو کمربند او يوه لار " او "د پرمختګ لار" دواړه طرحې سره پيوندې کړي ،په خپلمنځي همکارۍ کې دې د لويو پروژو لارښوونکی رول ولوبوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي سيمو ترمنځ همکارۍ دې لاپراخې کړي. چين د دې هرکلی کوي چې مغولستان د چين د چټک پرمختګ له بېړۍ سره يوځای شي، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون لاسته راوړنې شريکې کړي څو د خپل پرمختګ کيفيت لوړ کړي.

بوتولګا په خپلو خبرو کې وويل، له چين سره خپلو اړيکو او متقابلو ګټورو همکاريو ته ثابت پرمختګ ورکول د مغولستان ټينګې پاليسۍ دي. مغولستان د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د متقابل درناوي ، يو د بل په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې،مساوات او متقابلو ګټو پر بنسټ له چين سره د خپلو اړيکو د پياوړتيا لپاره هڅه کوي او د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار کوي. مغولستان غواړي په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په جوړولو کې برخه واخلي، له چين سره د سوداګرۍ،د برېښنا توليد،کرنې او مالدارۍاو بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په برخو کې ګډې همکارۍ پراخې کړي ، د مغولستان، روسيې او چين اقتصادي دهليز جوړ کړي او د سيمې د هېوادونو د ګډې ودې لپاره هڅه وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای