د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سپينې ماڼۍ وياند هيثير ناويرټ د سپتمبر په ۱۱ مه نېټه وويل، چې په واشينګټن کې د فلسطين ازادي بښونکي سازمان دفتر د ځينو شرطونو له مخې بيا پرانيستل کيدای شي.
نوموړي په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، امريکا هيله لري چې دغه دفتر د منځني ختيځ د سوله ييز بهير لپاره ارزښتناک تدابير غوره کړي، که دغه شرط پوره شي، نو دغه دفتر بيا فعالېدای شي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |