CRI Online

ولې فورد او اپل شرکتونه نه غواړي بېرته امريکا ته ستانه شي؟

cri     (GMT+08:00) 2018-09-12 15:14:56
ولې فورد او اپل شرکتونه نه غواړي بېرته امريکا ته ستانه شي؟

د امريکا د رسنيو د خبر له مخې، له دې امله چې امريکا د ۵۰ مليارډو ډالرو په ارزښت پر چيني صادراتو تعرفې زياتې کړې، د امريکا فورد موټر شرکت چې ۱۱۴ کلن تاريخ لري، اړ شو چې په چين کې د توليد شوی يو ډول کوچني موټر په امريکا کې د پلورلو پلان يې لغوه کړ. لامل يې دا دی چې د تعرفې په جمعه کېدو سره به د دغه ډول موټر بيه ډېره لوړه شي.

د امريکا د اپل شرکت څو ورځې مخکې د امريکا د سوداګرۍ استازي دفتر ته د يو پيغام په ليږلو سره وويل، که امريکا د ۲۰۰ مليارډو ډالرو په ارزښت پر چيني صادراتو تعرفې زياتې کړي، نو د اپل شرکت د توليداتو لګښت به زيات شي او دغه راز به په نړيواله سيالۍ کې پر دغه شرکت باندې ناوړه اغېزه وکړي.

فورد او اپل دواړه شرکتونه يو د امريکايي توليداتو لرغونې نښه ده او بل د امريکا د تکنالوژۍ نوی لارښوونکی دی، ټول نه غواړي خپله توليدي کرښه بېرته امريکا ته وسپاري، څرنګه چې د دوی توليدات په چين کې په توليدېدو او جوړېدو سره به کاري موثريت يې ډېر لوړ او لګښتونه يې په ښه توګه کنټرولېدلی شي او دغه راز ډېرې زياتې ګټې تر لاسه کولی شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای