CRI Online

رئيس شي جين پينګ له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د روان کال درېيم ځل ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-09-12 15:41:10

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په يوولسمه نېټه د روسيې په ولاديوستوک کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرې اترې وکړې.د دواړو مشرانو په اند له روان کال راهيسې د چين او روسيې ترمنځ اړيکو لا مثبت پرمختيايي تمايل ساتل شوی او دا اړيکې نوي پړاو ته داخلې شوې دي چې سويه يې لوړه او پرمختيايي سرعت يې چټک دی.دواړو خواوو موافقه وکړه چې سره له دې چې که په نړيوالو حالاتو کې هر ډول بدلون راځي، چين او روسيه به دوه اړخيزې اړيکې ټينګې وساتي او په کلکه توګه به د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره هڅې وکړي.

رئيس شي جين پينګ د همدې ورځې په ماښام ياد ښار ته تر رسېدو وروسته له ولسمشر پوتين سره خبرې اترې پيل وکړې چې دا په روان کال کې د دوی ترمنځ درېيمه کتنه ده او له ۲۰۱۳ کال راهيسې د دوی ترمنځ ۲۶م ځل کتنه هم ده.شي جين پينګ وويل(اواز.........) له وروستيو څلورو مياشتو راهيسې مې له ولسمشر پوتين سره درې ځله خبرې اترې وکړې.له دومره نژدی تګ راتګ څخه د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو لوړه سويه او ځانګړتيا ښکاريږي او په خپلې ډيپلوماتيکې اجنډا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لومړيتوب هم څرګندوي.مونږ به يو له بل سره نورې مهمې خبرې اترې وکړو او د نظريو دوستانه تبادلې ته به ادامه ور کړو.

رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د دواړو خواوو په ګډو هڅو سره د يادو اړيکو سياسي غوره والی په پر له پسې توګه پر رښتينو همکاريزو لاسته راوړنو بدل شوي دي. دواړه خواوې بايد عنعنوي دوستي ټينګه کړي ، هر اړخيزې همکارۍ دې پياوړې کړي او د چين او روسيې ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د نوي پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي ترڅو د دواړو هېوادونو خلک ترې ګټې واخلي. رئيس شي جين پينګ د يادو خبرو اترو د لاسته راوړنو د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز........) مونږ دا نظر لرو چې له روان کال راهيسې د چين او روسيې ترمنځ اړيکو لا مثبت پرمختيايي تمايل ښه ساتل شوی دی او هغه نوي پړاو ته رسيدلې چې سويه يې لوړه او پرمختيايي سرعت يې چټک دی.دواړو خواوو په کلکه توګه له خپلو مشخصاتو سره سم پر پرمختيايي لوري باندې ټينګار کړی او د امنيتي او پرمختيايي حقونو د ساتلو په برخه کې يې يو له بل څخه هم ټينګ ملاتړ کړی او کوي يې چې د لويو او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نمونه يې جوړه کړې ده.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين او روسيه بايد د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د اروپا او اسيا ترمنځ له اقتصادي ټولنې سره د همکارۍ لپاره هلې ځلې وکړي ، د انرژۍ، کرنې، علمي او تخنيکي نوښت او پولي چارو په شمول برخو کې همکارۍ دې پياوړې کړي ، په ثابت ډول دې مهمې پروژې پلې کړي ،په نويو علمي برخو کې دې ګډې څېړنې پياوړې کړي او په روان او راتلونکي کالونو کې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سيمه ييزې همکارۍ د تبادلې کالونو له فرصت څخه په ګټه اخيستلو سره په لازياتو ساحو کې همکارۍ وکړي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د لويو فعاليتونو د تر سره کولو لپاره متقابل ملاتړ د دواړو هېوادونو ښه عنعنه ده.د ختيځ اقتصادي فورم د ولسمشر پوتين د وړانديز له مخې جوړ شوی او د بېلا بېلو خواوو د لاسته راوړنو، تجربو او پوهنو د راغونډولو او د سيمه ييزو همکاريو د مشورې لپاره مهم ډګر هم دی.باور لري چې د روانې دورې ياد فورم به د دواړو خواوو او د لېري ختيځ تر منځ د همکارۍ په شمول د سيمه ييزو همکاريو د پياوړتيا لپاره نوی فرصت برابر کړي .

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين او روسيه د م م د امنيت شورا د دايمي غړو هېوادونو او د عمده وو سمسورو بازاري هېوادونو په توګه د سولې او ثبات ساتلو او د پرمختيا او سمسورتيا د پرمخبيولو دندې پر غاړه لري.

تر يادو خبرو اترو وروسته دواړو مشرانو د ځينو دوه اړخيزو همکاريزو سندونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون وکړ.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای