د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۲مه نېټه په ولاديوستوک کې د جاپان له لومړي وزير شينزو ابي سره وکتل.
شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې اوس نړيوال وضعيت د پيچلي بدلون په حال کې دی. چين او جاپان د نړۍ د عمده اقتصادونو او د سيمې د مهمو هېوادونو په توګه، بايد په ګډه دندې پر غاړه واخلي او د نړۍ او سيمې د سولې، ثبات او سمسورتيا د ساتلو لپاره رغنده رول ولوبوي. هغه پر دې ټينګار وکړ، چين او جاپان بايد تل د خپلمنځي څلورو سياسي سندونو مراعات وکړي، خپلمنځي سياسي بنسټ دې کلک کړي او توپيرونه دې کنټرول کړي. موږ د دې هر کلی کوو چې جاپان په دوامداره توګه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې ګډون وکړي او ګډ پرمختګ او سمسورتيا عملي کړي.
شينزو ابي وويل، جاپان له اوږدې مودې راهيسې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې د ګډون لپاره کوښښونه کړي او د چين پرمختګ پر جاپان فعاله او مهمه اغېزه کړې ده. اوس د چين او جاپان اړيکې عادي پټلۍ ته ستنې شوې او د دواړو خواوو د همکارۍ فضا لا لويه شوې ده. جاپان غواړي له چين سره د خلکو ترمنځ دوستي زياته کړي او په ښه توګه حساسې مسئلې حل کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |