CRI Online

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن مشر شن های شيونګ تر سياسي او اقتصادي اصلاحاتو لاندې د اسيا د نيوز د راتلونکې نقشې په هکله فورم کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-09-12 15:49:13

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي ستېشن مشر شن های شيونګ د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د ختيځ د اقتصاد د څلورمې دورې فورم په چوکاټ کې تر سياسي او اقتصادي اصلاحاتو لاندې د اسيا د نيوز د راتلونکې نقشې په هکله فرعي فورم کې ګډون وکړ. هغه په خپله وينا کې وړانديز وکړ چې د اسيا خبري رسنۍ بايد په نوې زمانه کې سره ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي او د اسيا اواز خپور کړي.

نوموړي وويل چې روان کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی. په څلويښتو کلونو کې د چين د اصلاحاتو سترې لاسته راوړنې د اسيا د بېلا بېلو هېوادونو او حتی د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ له همکارۍ سره ټينګې اړيکې لري. د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اسيا او د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې او د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په شمول د انسانانو د راتلونکې او برخليک په اړوند يو لړ مهمې نظريې وړاندې کړې دي چې نړۍ ته د چين ځيرکتيا او لارنقشه برابروي. هغه وويل چې د اسيا بېلا بېل هېوادونه يو له بل سره نژدې اړيکې او ګډ برخليک لري، خبري رسنۍ د اسيا د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د برخليک ګډې ټولنې نظريو ټينګولو او تر ډېرې اندازې پورې د همکارۍ د پرمختګ د ځيرکو او قواوو د راغونډولو په بهير کې مهمې دندې لري. هغه وويل چې د اسيا خبري رسنيو تر منځ همکارۍ بايد په دې دريو برخو کې وهڅول شي چې لومړی، د همکاريو اصول دې طرحه شي او د خبري رسنيو تر منځ د ستراتيژيکې همکارۍ سويې دې لوړې شي، دويم، بايد نوښت ته پاملرنه وشي او د نويو ډولونو خبري رسنيو همکارۍ دې ټينګې شي، درېيم ، د همکارۍ په وسيله دې خپرونې پرمخبوزي او د نشراتو د يوځايښت قوې دې جوړې شي.

ژباړونکې:ډيوه

 

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای