د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د سپتمبر په دوولسمه نېټه اعلان وکړ چې د چين صدراعظم لي که چيانګ به د سپتمبر له نولسمې نېټې څخه تر شلمې نېټې پورې په تيان جين ښار کې د نړيوال اقتصاد د دوبي په دوولسم فورم کې ګډون وکړي. هغه به د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې برخه واخلي او يوه وينا به وکړي. همداراز به هغه د استونيا، لاتونيا، صربيا او ساموا په شمول د ګڼ شمېر هېوادونو له مشرانو، د صنعتي او سوداګريزو چارو، مالي چارو، د دماغی وړتيا ارګانونو او خبري رسنيو له استازو سره خبرې اترې وکړي.
د معلوماتو له مخې، د دغه فورم مطلب دا دی چې د څلورم صنعتي انقلاب په بهير کې به د نوښت ټولنه اباده شي. د کابو نوي هېوادونو څه باندې دوه زره استازي به په دغه فورم کې ګډون ولري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |