CRI Online

شي جين پينګ د ختيځ د څلورمې دورې په اقتصادي فورم کې ګډون او وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-12 19:35:05

د ختيځ د څلورمې دورې اقتصادي فورم د سپتمبر په دوولسمه نېټه د روسيې په ولاديفوستوک کې تر سره شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين، د مغولستان ولسمشر خالتما باټولګا، د جاپان لومړي وزير شينزو ابې او د کوريا جمهوريت صدراعظم لي ناک يون په دې فورم کې ګدون وکړ. شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې چين هيله لري چې د سيمې له هېوادونو سره سيمه ييزه سوله او ثبات وساتي، ګډې ګټې تر لاسه کړي، د هېوادونو د خلکو ترمنځ عنعنوي دوستي لا ټينګه کړي، مجموعي او برابر پرمختګ وموي او د دې سيمې سوله، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا وهڅوي.

شي جين پينګ دې ته شاره وکړه چې چين تل د روسيې د ليري ختيځ د همکارۍ فعال ملاتړ کوونکی او ګډون کوونکی دی. له تېرو څو کلونو راهيسې چين د روسيې د ليري ختيځ په همکارۍ کې ګډون کړی او ښکاره برياليتونه يې تر لاسه کړي دي. شي جين پينګ وويل، چې روان او راتلونکی کال زما او ولسمشر پوټين له خوا د چين او روسيې ترمنځ د سيمه ييزې همکارۍ او تګ راتګ د کالونو په توګه ټاکل شوي، څو په ليري ختيځ کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ لپاره نور زيات فرصتونه برابر شي.

شي جين پينګ وويل، اړوندې خواوې بايد د نويو حالاتو په وړاندې د دغې سيمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي. هغه څلور وړانديزونه وکړل چې بېلا بېلې خواوې بايد متقابل اعتماد ټينګ کړي، همکارۍ دې ژورې کړي، يو له بل څخه دې د تجربو زده کړه پياوړې کړي او مجموعي او برابر پرمختګ دې پوره کړي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې ښه ګاونډيتوب، متقابل اعتماد، يووالی او ثبات د شمال ختيځې اسيا د سيمې د هېوادونو له ګټو او د نړيوالې ټولنې له هيلو سره سمون لري، او د څو اړخيزې غوښتنې د ساتنې او د نړيوال نظام د عادلانه کېدو لپاره مهم ارزښت لري. چين د دې سيمې د يو غړي په توګه غواړي د دې موخې لپاره پر له پسې هلې ځلې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای