د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر له يوولسمې نېټې څخه تر دوولسمې نېټې پورې په روسيه کې د ختيځ په څلورم اقتصادي فورم کې ګډون وکړ. روسيې ته د رئيس شي جين پينګ د سفر د پای ته رسېدو په درشل کې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دغه سفر په اړه معلومات شريک کړل.
وانګ يي وويل، د دغه سفر جريان بشپړ او غنی دی. دا د متقابل باور د ژورتيا، د دوستۍ د ټينګښټ، د همکارۍ د پياوړتيا او د ګډو ګټو د پراختيا لپاره يو بريالی سفر دی او برياليتوبونه يې په لاندې ډول دي: لومړی: د دغه سفر په رڼا کې د چين او روسيې د مشرانو ترمنځ اړيکې نژدې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو سويه لوړه شوې ده.
دوهم: د چين او روسيې ترمنځ دوديزې دوستۍ ټينګې شوې او د ملکي خلکو ترمنځ تګ راتګ لا پياوړی شوی دی.
درېيم، د چين او روسيې ترمنځ ګډې ګټې زياتې شوې او د ځايي همکاريو پټ قوت قوی شوی دی.
څلورم، په دې سيمه کې د همکاريو لوری او طرز ښکاره شوی دی او د متقابلو امتيازو او ګډو ګټو پر بنسټ لايحه طرحه شوې ده. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |