CRI Online

چين د شمال ختيځې اسيا د اقتصادي دايرې د جوړولو لپاره نوی خوځنده ځواک وړاندې کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-12 21:23:37

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په دوولسمه نېټه د ختيځ په څلورم اقتصادي فورم کې د ليرې ختيځ د پرمختيايي فرصت په شريکولو سره د شمال ختيځې اسيا د ښې راتلونکې د جوړولو تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه او په نوې زمانه کې د دې سيمې د سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا د پياوړتيا په اړه يې څلور فقيره ييز وړانديز وړاندې کړ چې اړوندې خواوې دې متقابل باور پياوړی کړي، همکارۍ دې ژورې کړي، يو له بل څخه دې زده کړه وکړي او له دايمي لحاظه دې کار وکړي. دا د شمال ختيځې اسيا د اقتصادي دايرې د جوړولو او د دې سيمې د متنوع کېدو او پر له پسې پرمختګ په اړه لايحه او نوی خوځنده ځواک دی.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د شمال ختيځې اسيا د اقتصادي دايرې د جوړولو په اړه هدف وړاندې کړ. رښتيا دا ده چې د يادې اقتصادي دايرې د جوړولو لپاره کلک او ټينګ بنسټ موجود دی. لومړی، د شمال ختيځې اسيا طبيعې منابع غنې دي. دوهم، په دې سيمه کې د ساينس او تخنيک د څيړنې توان په نړۍ کې مخکينی مقام نيسي چې چين، روسيه، جاپان او د کوريا جمهوريت د ساينس او تخنيک لوی هېوادونه دي. درېيم، په دې سيمه کې پيسې او پانګونې کافې دي، په تېره بيا په بهر کې د چين پانګونه په ټولې نړۍ کې د پانګونو د زياتوالي سبب ګرځېدلې ده. همداراز په تېرو څو کلونو کې د دې سيمې امنيت هم ښه ساتل شوی چې د سيمه ييزو همکاريو لپاره يې ښه زمينه برابره کړې ده.

له بلې خوا په نوې زمانه کې بېلا بېلې خواوې بايد له کومې لارې چارې ښه همکارۍ وکړي؟ رئيس شي جين پينګ په دې اړه د پرمختيايي ستراتيژيو د نښلولو، د اساسي تاسيساتو د تبادلو او د سوداګريو او پانګونو د ازادېدو د سويې د لوړولو، د څواړخيزو او سيمه ييزو همکاريو د پياوړتيا په شمول زيات وړانديزونه بيان کړل. ياد وړانديزونه به لارښوونکی، عملي کوونکی او ارزښت لرونکی رول ولوبوي.

لا مهم ټکی دا دی چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د شمال ختيځې اسيا د خلکو په زړونو کې ځای نيولی. د دې سيمې بېلا بېلو هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې له ابادۍ څخه د ملاتړ او پکې د ګډون نيتونه څرګند کړي دي. رئيس شي جين پينګ وويل، چې چين او روسيه د يو کمربند او يوې لارې او د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې د نښلولو لپاره ګډ کوښښونه کوي او ابتدائي برياليتوب يې تر لاسه کړی دی. چين غواړي په دې مناسبت له مختلفو خواوو سره د پرمختيايي ستراتيژيو د نښلولو لپاره ګډې هڅې وکړي. چين له دې څخه ملاتړ کوي چې د اسيا د اساسي تاسيساتو او پانګونو بانک او د ورېښمو لارې صندوق د دې لپاره لا مهم رول ولوبوي او اړوندو پروژو ته پيسې وړاندې کړي. شک نه شته چې دا به د شمال ختيځې اسيا د اقتصادي دايرې د جوړولو لپاره ګټوره وي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای