د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د پاکستان په خيبرپښتونخوا ايالت کې د سکرو په کان کې د ګازو د چاودنې له امله ۹ تنه مړه شوي او دوه تنه نور لاهم بندپاتې دي.
د سيمه ييزو خبري رسنيو د خبر له مخې دغه کان د ياد ايالت په کوهاټ سيمه کې پروت دی.د دې چاودنې پر مهال يوولسو کارکوونکو په دې کان کې کار کاوه.د پلټنې له مخې د چاودنې لامل په کان کې د متان ګاز له زياتوالي سره تړاو لري.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |