CRI Online

د ختيځ د څلورم اقتصادي فورم پای ته ورسيد او رئيس شي جين پينګ بېجينګ ته راستون شو

cri     (GMT+08:00) 2018-09-13 11:08:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۲مې نيټې په شپه د ختيځ په څلورم اقتصادي فورم کې تر ګډون وروسته بېجينګ ته راستون شو.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو غړی،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سکتريت منشي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې دفتر مسئول دينګ شو شانګ،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو چارو دفتر مشر يانګ جي چه ، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي او د چين د ملي ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د رئيس مرستيال او د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د دولتي کميټې مشر هه لي فنګ هم له نوموړي سره هم په دې سفر کې ملګري وو.

رئيس شي جين پينګ د روسيې له ولاديستوک څخه له خوځېدو نه مخکې د دې هېواد له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د چين او روسيې ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په اړه د عکسونو نندارتون وکاته او تر هغه وروسته يې په هوايي ميدان کې د روسيې له لوړ پوړو چارواکو سره مخه ښه وکړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای