د سين هوااژانس د خبر له مخې، د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکارۍ ورځې د نمانځنې په اړه د م م فعاليت د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د تايلنډ په بانکاک کې د م م د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي او ټولنيزې کميټې په ودانۍ کې تر سره شو. په دغه فعاليت کې د دواملرونکې پرمختيا د هڅونې په برخه کې د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکارۍ لاسته راوړنې وستايل شوې.
دغه فعاليت د م م د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي او ټولنيزې کميټې، د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکارۍ په اړه د م م دفتر او د تايلنډ د خارجه وزارت لخوا په ګډه جوړ شوی و څو چې د م م د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د تخنيکي همکارۍ د غونډې په ترڅ کې د بوينس ايرز په نوم د عملي پلان د تصويبېدو د څلويښتمې کاليزې يادونه وشوه.
د م م د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي او ټولنيزې کميټې مرستيال اجرائوي سکريتر کيويح زاهدي په ياد فعاليت کې وينا وکړه او په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکارۍ پر اهميت يې ټينګار وکړ. هغه وويل چې د پرمختيايي هېوادونو تر منځ همکارۍ تل د دغې کميټې د کارونو مرکزي برخه ده. د پرمختيايي هېوادونو تر منځ همکارۍ د دغې کميټې د غړيو هېوادونو د حکومتونو تر منځ مرستندويه کارونو هڅونه کړې اود چلنجونو د ليرې کولو او د همکارۍ پياوړتيا په چارو کې غړيو ته مرستې برابرې کړې دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |