د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د دغه هېواد په ټاکنو کې د بهرنيو هېوادونو د حکومتونو،ډلو او شخصيتونو له لوري پر لاس وهنې د بنديز لګولو په اړه د صلاحيت فرمان لاسليک کړ.
د دغه فرمان له مخې د امريکا د ټاکنو له پای ته رسيدو په ۴۵ ورځو کې د امريکا د استخباراتو کمونيتې دايرکتر بايد په ټاکنو کې د بهرنيو حکومتونو او شخصيتونو د لاس وهنې په هکله د ارزونې کارونه تر سره کړي او اړوند مالومات د عدلي چارو او د ملي امنيت چارو وزيرانو ته وړاندې کړي. دواړه وزيران به په نورو ۴۵ ورځو کې د دغو عملونو د اغيز و په اړه به ارزونه وکړي او د ځوابي تدبيرونو په هکله وړانديزونه وکړي. له دې وروسته د امريکا کانګرس او ماليې وزارت به د بنديزونو لګولو او مشخصو تدبيرونو لګولو صلاحيت ولري.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |