CRI Online

د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د چټک پوست له لارې دېرش مليارډه دوه سوه شپېته مليونه پاکټونه ليږدول شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-13 11:17:55

د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې د چين د پوستي چارو دولتي ادارې د ستمبر په ۱۲مه نېټه د دې چارو په اړه راپور خپور کړ چې له مخې يې د روان کال له جنوري څخه تر اګست پورې په چين کې د چټک پوست له لارې دېرش مليارډه دوه سوه شپېته مليونه پاکټونه ليږدول شوي چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۷ اعشاريه ۲ زيات شوی دی، د دې ترڅنګ له دغو چارو څخه تر لاسه شوي عايدات ۳۷۱ مليارډه او ۵۲۰ مليونه يوانو ته رسيدلي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۴ اعشاريه ۸ زيات دی.په دې جمله کې د چين په مرکزي او لويديځو سيمو کې د ليږدول شويو پاکټونو اندازه په پر له پسې توګه ډېره شوې ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای