CRI Online

شي جين پينګ او پوتين په ګډه د سمندر په نوم د روسيې د ماشومانو له مرکز څخه ليدنه کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-13 15:27:39
شي جين پينګ او پوتين په ګډه د سمندر په نوم د روسيې د ماشومانو له مرکز څخه ليدنه کړه

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د روسيې په ولاديوستوک کې د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره په ګډه د سمندر په نوم د روسيې د ماشومانو له مرکز څخه ليدنه وکړه. دغه مرکز د ماشومانو او ځوانانو د ښوونې او روزنې لپاره د روسيې تر ټولو لوی ارګان دی. دواړو مشرانو هيله وښودله چې د دواړو هېوادونو ماشومان او ځوانان خپلمنځي تبادلې لا پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ عنعنوي دوستي ټينګه او خپره کړي.

د سپتمبر د دوولسمې نېټې په شپه، رئيس شي جين پينګ د ولسمشر پوتين په ملګرتيا سره په ياد مرکز کې د چين د ون چوان د زلزلې ځپلې سيمې د ماشومانو لپاره د لسمې کاليزې د يادولو په مراسمو کې ګډون وکړ. شي جين پينګ وويل

((د ۲۰۰۸ کال د چين په ون چوان سيمه کې د سختې زلزلې تر پېښېدو وروسته، د روسيې ژغورونکې ډله پر وخت زلزلې ځپلې سيمې ته ورسېدله او له زلزلې ځپلو وګړيو سره يې ډېرې مرستې وکړې. د روسيې د حکومت په بلنه، د ون چوان د زلزلې ځپلې سيمې د لومړنيو او منځنيو ښوونځيو ۹۹۶ تنه زده کوونکي د هوساينې لپاره د سمندر په نوم د روسيې د ماشومانو ياد مرکز ته لاړل او تر جدي او پوره پاملرنې لاندې يې زده کړې وکړې. له مينې څخه ډک په دغه چاپېريال کې ماشومانو نه يوازې ارامي تر لاسه کړې، بلکې ليد او نظريې يې هم پراخ شوي دي. برسيره پر دې، دوی صادقانه دوستي هم پيدا کړې. په دغه مرکز کې د اوسېدو موده به دوی ته د ژوند خواږه خاطره ورکړي.))

شي جين پينګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو د پرمختګ تاريخ د دواړو هېوادونو د ځوانانو د تبادلې تاريخ هم دی. په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ تبادلې مخ په ژورېدو دي او متقابل تفاهم او دوستي يې هم پياوړې شوې ده. هغه پر دې ټينګار وکړ چې ځوانان د هېواد راتلونکی دی، د چين او روسيې ترمنځ د دوستۍ اينده ده او د نړۍ راتلونکی هم دی. ده وويل

(( هيله لرم چې د دواړو هېوادونو ځوانان د ځوانۍ موقع په غنيمت سره د زده کړې په برخه کې نه ستومانه کېدونکي هڅې وکړي او په نږدې وخت کې د هېواد د ابادۍ لپاره خپل خدمتونه ترسره کړي. په عين وخت کې دوی بايد خپلمنځي تبادلې زياتې کړي او د چين او روسيې ترمنځ عنعنوي دوستي لا ټينګه او خپره کړي، د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ په ډيالوګ کې دې په فعاله توګه برخه واخلي چې د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره دې خپل رول ولوبوي. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د سمندر مرکز ټولو ښوونکو او زده کوونکو ته بلنه ورکوم چې چين ته سفر وکړي. ))

ځوان شي جون فې چې د ۲۰۰۸ کال د ون چوان تر زلزلې وروسته په ياد مرکز کې د هوساينې دوره تېره کړې، د دواړو هېوادونو مشرانو ته يې خپله کيسه وويله: لس کاله مخکې هغه پر کاغذ باندې خپله هيله وليکله چې غواړي تر لوېيدو وروسته د زده کړې لپاره روسيې ته لاړ شي او د دواړو هېوادونو د دوستانه اړيکو د ټينګښت لپاره خدمتونه وکړي. اوس هغه د لرې ختيځ فدرالي پوهنتون د څلورم ټولګي يو محصل دی، د ده هيله ريښتنې شوې ده.

شي جين پينګ او پوتين د زلزلې ځپلو ځوانانو له استازو او په ۲۰۰۸ کال کې د دغو ځوانو زده کوونکو د منلونکو ښوونکو او کارکوونکو له استازو سره خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ ژوره دوستي يې لوړه وارزوله.

شي جين پينګ وويل، د همدې ورځې دغه فعاليت ستر اهميت لري او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د عنعنوي دوستۍ يوه څرګندونه ده. هغه وويل

((په چين کې يو متل شته چې وايي: که د چا لږ احسان منې، بايد څو برابره مننه ترې وکړې. دلته د سمندر په نوم مرکز دی، نو تاسو بايد په نامحدودې مينې سره د روسيې د خلکو او خپل هېواد لپاره خدمتونه ترسره کړئ. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای