د سين هوااژانس د خبر له مخې، د فرانسي د پارلمان د استازو جرګې غړو د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د رايګيرۍ له لارې ريچارد فيراند د پارلمان د نوي مشر په توګه وټاکه. هغه په ټاکنه کې ۲۵۴ رايې تر لاسه کړې چې د نورو څلورو نوماندانو په پر تله ډېرې زياتې وې. هغه وويل چې دی به د پارلمان د اصلاحاتو لپاره کوښښ وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |