CRI Online

وانګ يي د مالتا د بهرنيو چارو له وزير سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-09-13 16:19:37

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بېجينګ کې د مالتا د بهرنيو چارو او د سوداګرۍ هڅونې له وزير کارميلو ابيلا سره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل چې د چين او مالتا ترمنځ د سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې دغو اړيکو په سالمه توګه پرمختګ موندلی او د هغو هېوادونو لپاره يې نمونه جوړه کړې کوم چې پراخوالی او کلتوري عنعنې يې بېلې دي او ټولنيز نظامونه يې توپيري دي.چين د دې ستاينه کوي چې مالتا له بهرنيو هېوادونو سره په اړيکو کې چين ته مهم ځای ور کړی او د چين د کليدي ګټو او د پاملرنې وړ مسئلو په هکله يې د چين د دريځونو پوهاوی کړی او ور څخه يې ملاتړ کړی دی.چين غواړي چې مالتا داسې همکار وبولي چې په سياسي چارو کې يو پر بل باور ولري او په اقتصاد کې يو بل ته ګټې ورسوي، په کلتوري برخه کې يو له بل څخه تجربې زده کړه وکړي او په نړيوالو چارو کې همکارۍ وکړي.د دې ترڅنګ چين به د دواړو خواوو ترمنځ د هر اړخيزو همکاريو لپاره د يو کمربند او يوې لارې نوی ډګر جوړ کړي ترڅو دوه اړخيزې اړيکې لا پرمختګ ومومي.

ابيلا وويل چې د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو له ۴۶ کلونو راهيسې دواړو خواوو تل يو د بل درناوی کړی او د مساواتو پر بنسټ يې يو له بل سره چلند کړی چې له امله يې دوستي لاټينګه شوې ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای