د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا څه دپاسه ۸۰ مسلکي ټولنو د سپتمبر په ۱۲مه نېټه اعلان وکړ چې د ازادې سوداګرۍ په ملاتړ د امريکايانو ګډه ټولنه جوړه شي او د ازادې سوداګرۍ د ملاتړ کوونکو بزګرانو له ګډې ټولنې سره د حکومت لخوا د ګمرکي مالياتو د زياتوالي پر ضد ګډ مشورتي فعاليت پيل کړي.
د يادو ټولنو دغه فعاليت به تر دې عنوان لاندې تر سره شي چې د ګمرکي مالياتو زياتوالی امريکا ته زيانونه رسوي او څو مليونه امريکايي ډالره به ولګوي. دغه فعاليت د ښارونو د ادارې فعاليتونو، په بنستيزو ټولنو کې د تبليغاتو، د ټولنيزو خبري رسنيو او د ډيجيټلي اعلانونو په شمول له بېلا بېلو لارو امريکايي تصديو، بزګرانو، کارګرو او کورنيو ته د ګمرکي مالياتو د زياتوالي تاوانونو په هکله مالومات ورکړل شي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |