CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت: چين د امريکا بلنه تر لاسه کړې اود دواړو خواوو ترمنځ پر جزئياتو بحث روان دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-13 20:56:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، ځينو بهرنيو خبري رسنيو خبر ورکړی چې څو ورځې مخکې امريکا چين ته د سلامشورو بلنه وړاندې کړې ده. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د سپتمبر په ديارلسمه نېټه په دې اړه وويل، چې چين د امريکا بلنه تر لاسه کړې او د دې هر کلی کوي. اوس د دواړو خواوو ترمنځ پر جزئياتو بحث روان دی.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، په تېرو څو ورځو کې د سوداګريزو سلامشورو په اړه د چين او امريکا هيئتونو بېلا بېل تماسونه ونيول او د پاملرنې وړ مسئلو په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې. د چين په اند، د سوداګريز جنجال ترينګلتيا د هرې يوې خوا له ګټو سره سمون نه خوري.

نوموړي زياته کړه، چين هيله لري چې امريکا د ملکي خلکو د غوښتنو له مخې مؤثر تدبيرونه ونيسي او دوه اړخيزې اقتصادي اړيکې د برابرۍ او باورلرونکي ډيالوګ له لارې عادي مدار ته بېرته راستنې شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای